د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ته د معلوماتي سیستم دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ تر سره شو
د عامې روغتیا وزارت د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم (HMIS) ډیپارټمنټ له لوري په مرکز کابل کې د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ته په خصوصي سکتور کې د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم د رامنځته کولو په موخه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو
په یاد روزنیز ورکشاپ کې، چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ په استقلال روغتون کې په لاره اچول شوی و، ګډونوالو ته د (HMIS) سیستم اړوند هر اړخیز معلومات وړاندې شول او په دې اړه د خصوصي سکتور له استازو نظرونه واخیستل شول؛ ترڅو په عملي برخه کې ورته پام وشي.
د یادونې وړ ده، چې په خصوصي روغتیايي سکتور کې تر دې دمه د روغتیا مدیریت معلوماتي سیستم نه دی پلي شوی، اوس د عامې روغتیا وزارت غواړي یاد سیستم په خصوصي سکتور کې فعال کړي.