کنړ ولایت کې دوه شپیته روغتیایي مرکزونو ته درمل ، طبي او غیر طبي وسایلو ته ورکړل شول

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۳۲
MOPH

د کونړ عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت دوه شپیته روغتیايي مرکزونو ته د ۲۸.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت درمل، طبي او غیر طبي وسایل ورکړل شول.

د یادو وسایلو ورکړې مراسمو کې د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفرخان  مخلص وویل: دغه  ۱۹ قلمه طبي او غیر طبي وسایل او ۱۴۰ قلمه درمل چې د یونیسف او هېلت نیټ ټي پي او موسسو په مالي همکارۍ څه موده مخکې پیرل شوي وو، نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مسئولینو په لاسونو د ۶۲ روغتیايي مرکزونو استازو ته ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS