هلمند ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو
د هلمند عامې روغتیا ریاست اړوند د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارني ټیم، د خوړو او درملو استازو په ملتیا تېرو ۳ ورځو کې د ناومیش ولسوالۍ یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه څارنه ترسره کړې؛ چې پرمهال یې هغه کتنځایونه چې د روغتیایي قوانینو د اصولو سره سم یې فعالیتونه نه وه تر سره کړي وتړل شول او همدارنګه یې د ځینو کتنځایونو لوحې د اصولو مطابق اصلاح کړې.