د نظارت او برسۍ عمومي رییس له دولتي او خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په موخه کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو ته سفر پیل کړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۱۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د نظارت او برسۍ عمومي رییس ډاکټر فضل الهی علیزي په مشرۍ، مل پلاوي له دولتي او خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په موخه کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو ته سفر پیل کړ.

یاد پلاوي لومړی د کندهار ولایت عامې روغتیا رییس سره ناسته کړې او وروسته یې په دغه ولایت کې له یو شمېر دولتي او خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره کړی، چې پرمهال یې مسئولینو ته د چارو ښه والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۰
Background image

سرپل ولایت کې یو ټن له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

دغه درمل او خوراکي توکي د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له‌ لوري راټول شوي وو، چې د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یووړل شول.

BACK TO NEWS