د عامې روغتیا وزیر د نیمروز له والي سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۲:۸
MOPH

د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د نیمروز له والي، شیخ محمد قاسم خالد سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د نیمروز ولایت روغتیايي خدماتو پر وضعیت، پر نشه یي توکو د روږدو ناروغانو مرکزونو ته د لا زیاتې پاملرنې او په یاد ولایت کې د نوي جوړ شوي سل بستریز روغتون د خدماتو پیل اړوند خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د نیمروز والي ته په دغه ولایت کې د روږدو ناروغانو لپاره د خدماتو ښه والي او سل بستریز روغتون کې د خدماتو پیل او تمویل اړوند ډاډ ورکړ، چې یادو برخو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS