د ا.ا ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپلې کاري دفتر کې د سمنګان له والي، ملا شعیب رسالت سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د یاد ولایت روغتیايي خدمتونو پر څرنګوالي، د ولسوالیو پر کچه روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ستونزو د حل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته د روغتیايي خدمتونو رسول او د دې برخې پراختیا له خپلو لومړیتوبونو وباله او ویې ویل: " هڅه مو شروع کړې، چې د روغتیايي خدمتونو پراختیا او ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې معیاري عمومي روغتونونه جوړ کړو؛ ترڅو د هېواد ټولو وګړو ته په مساویانه توګه معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي".
بل لور د سمنګان والي د روغتیايي خدمتونو پراختیا مهم ګام یاد کړ او په دې برخه کې یې د روغتیا وزارت رهبرۍ هڅې وستایلې.