د پولیو له منځه وړلو پروګرام د مشرتابه غړو اوونیزه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۲:۱۸
moph

یاده ناسته د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، الحاج ډاکټر عبدالقدوس بریالي په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د پولیو واکسین کمپاین د پوښښ زیاتولو په موخه له درې ورځو څخه څلورو ورځو ته د یاد کمپاین غځولو او په کابل کې د پولیو پروګرام راتلونکې تخنیکي مشورتي غونډې او ستراتېژیکو بحثونو د ناستې چمتووالي اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

په دې ناسته کې د پولیو پروګرام عملیاتي کاري ګروپ ته دنده وسپارل شوه، چې د پولیو واکسین په کمپاین کې د څلورمې ورځې زیاتولو په تړاو عملي وړاندیزونه چمتو کړي؛ ترڅو د یاد کمپاین پوښښ لا زیات شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس له لوري د دایکندي روغتیایي خدمتونو ارزونه

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني دایکندي ولایت ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
Background image

د خصوصي روغتیايي مرکزونو د بهرنيو او کورنيو کارکوونکو د تنظیم لپاره د عامې روغتیا وزارت له لوري ځانګړې کمیټه وګومارل شوه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د طبی شورا لوی رئیس، ډاکتر فقیر محمد زیار په مشرۍ یوه باصلاحيته کمیټه ټاکلې ده، تر څو په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او تطبیق کوونکو مؤسسو تر منځ د Voluntary Counseling and Testing (VCT) خدماتو ښه والي او مؤثریت په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر، افغانستان کې د. . .

BACK TO NEWS