د عامې روغتیا وزارت معالجوي طب لوی ریاست له لوري په روغتونونو کې د تشخیصیه برخې خدمتونو د ښه والي په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۰:۵۰
MOPH

په دې ناسته کې د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي وویل:( په روغتونونو کې باید تشخیصیه خدمتونه لا معیاري شي، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره زیات کار او هڅو ته اړتیا ده).

ډاکتر وحدت زیاته کړه، په روغتونونو او مرکزونو کې د تشخیصیه خدمتونو ښه والي لپاره اړتیا ده، چې اړوندو مسؤلینو سره په میاشت کې یو ځل ناسته ترسره، ستونزې یې واورېدل شي او د حل لپاره یې اړین اقدامات وشي.

همداراز، د تشخیصیه خدمتونو رئیس، داکټر ناصر احمد حنفي ګډونوالو ته د یاد ریاست فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د تشخیصیه خدمتونو ښه والي لپاره مهمه ده، چې د هېواد په کچه ټولو روغتونونو او مرکزونو کې متوازنو تشخیصیه خدمتونو ته د اسان لاسرسي زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه، د تشخیصیه خدمتونو له منابعو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه او له ناسمې ګټې اخیستنې څخه مخنیوی، په روغتونونو او مراکزو کې د اړتیا له مخې د لابراتواري او راډیولوژي خدمتونو ډلبندي، له نړیوالو معیارونو سره سم په ټول هېواد کې د تشخیصیه خدماتو پیاوړتیا، روغتیايي سیسټم ظرفیت لوړول او ورته نور مهم موضوعات هغه څه دي، چې د تشخصیه خدماتو په پیاوړتیا کې اساسي رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS