ننګرهار او زابل ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې امریت له لوري ترسره شو، په پایله کې یې د ننګرهار ولایت اوله او دوهمه ناحیه کې ۵۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر درمل او د زابل ولایت بېلابېلو ناحیو کې ۱۹ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.
دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د کیفیت ښه والي او قانون مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.