لغمان او ننګرهار ولایتونو کې له یو شمېر خصوصي درملتونونو او لابراتوارونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت چې د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، پایله کې یې لغمان ولایت کې یو درملتون او ننګرهار ولایت کې یو لابراتوار د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شو.
دغه راز، اړوندو مسؤلینو ته د کیفیت ښه والي او قانون مراعتولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.