د خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو له مسؤلینو سره د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو رئیس او اړوندو مسؤلینو په شتون کې وشوه.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د لا زیاتې همغږۍ او په انسټېټیوټونو کې د تدریسي سیسټم ښه والي په اړه خبرې وکړې، چې په کې د خصوصي روغتیایي انسټېټیوټونو مسؤلینو هم خپل وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.
د مالې او ادارې چارو مرستیال، په خصوصي روغتیايي انسټېټیوټونو کې د تدریسي سیسټم په ښه والي او لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د دوی وړاندیزونو ته به رسېدنه وشي.