د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي سمنګان  ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایتي روغتون داخله او انتاني څانګو له خدماتي بهیر څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۵:۱۹
 MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، چې د مقام دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهرحلیم، د سمنګان عامې روغتیا رئیس مولوي لطف الله حبیبي او مل پلاوي هم شتون درلود، د ولایتي روغتون داخله او انتاني څانګو له بېلابېلو برخو څخه لیدنه ترسره، ستونزې یې  په نښه او د حل په موخه یې د روغتون مسئولینو او روغتیایي کارکوونکو سره د یوې ناستې پرمهال شریکې کړې.

په دې ناسته کې د سمنګان ولایتي روغتون مسئولینو او کارکوونکو یادو برخو ته د جدي پاملرنې ژمنه وکړه او د عامې روغتیا له وزیر سره یې خپلې غوښتنې شریکې کړې.

ښاغلي وزیر، روغتیایي کارکوونکو او مسئولینو ته ډاډ ورکړ، چې امکاناتو ته په کتو سره به یې غوښتنو ته رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS