د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د ایران هېواد فوق تخصص ډاکټرانو له یو ټیم سره ولیدل

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۵:۲۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې  د ایران هېواد د سرطان درملنې څانګې د فوق تخصص ډاکټرانو له یو ټیم سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د سرطان ناروغانو درملنې برخه کې د دوامداره همکاریو، په دې برخه کې د افغان ډاکټرانو تخصصي روزنې، د سرطان درملنې روغتونونو لپاره د طبي تجهیزاتو برابرېدو او لا زیاتې همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره کړې.

د ایراني متخصصینو یو ټیم له څو ورځو راهیسې په افغانستان کې دی او په کابل، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې د سرطان ناروغانو وړیا درملنه کوي.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، د ایراني متخصص ډاکټرانو یاد ټیم له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت رهبري ژمنه ده؛ ترڅو په هېواد کې د سرطان ناروغانو درملنې لپاره د لا ډېرو فرصتونو په برابرولو کې له دې ټیم سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS