د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس د روغتیايي چارو ارزونې او څېړنې په موخه بغلان ولایت ته سفر ترسره کړ

د دغه سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د بغلان له والي، مولوي عبدالرحمن سره لیدنه وکړه، د سفر موخه یې ورسره شریکه او د یاد ولایت پر عامه روغتیايي چارو یې بحث او خبرې ترسره کړې.
د بغلان والي، نوموړي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په دغه ولایت کې د روغتیايي چارو څخه پر څېړنې او ارزونې خوښي څرګنده او په دې برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د تفتیش رئیس دغه راز، د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه، چې د بغلان عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقهار یې ملتیا کوله د ۲۰۰ بستریز ولایتي، روږدو ناروغانو درملنې او بغلان ولسوالۍ مرکزي روغتونونو له خدمتونو څخه په داسې حال کې چې د یادو روغتونونو مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو توضیحات ورکول لیدنه او دقیقه څېړنه ترسره او روغتیايي کارکوونکي یې خپلو مسؤلیتونو ته لا متوجه کړل.
د یادونې وړ ده، چې د داخلي تفتیش رئیس د مل ټیم سره په ګډه د کتلوي معافیت له امریت څخه هم لیدنه وکړه او کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.