د نشه يي توکو سره د مبارزې او عامه پوهاوې په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې په همکارۍ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي په موخه د بایسیکل ځغلولو سیالۍ تر سره شوه.
دا سیالۍ چې د بایسیکل ځغلونې فدراسیون سره په ګډه همغږۍ پیل شوه، موخه یې فزیکي تمرین ته د ځوانانو هڅول او په ورزشي برخه کې د هغوی ښکېلول دي؛ تر څو ځوانان په نشه یي توکو له اخته کېدو خوندي اوسي.
د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت له اړوندو ادارو سره په ګډه، له بېلا بېلو لارو هڅه کوي، چې د عامه پوهاوي پروګرامونو تر سره کړي؛ چې له نېکه مرغه تېر کال یې هم زرګونو هېوادوالو ته د عامه پوهاوي برنامې تر سره کړي؛ تر څو عام خلک او ځوانان د نشه یي توکو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو او ناوړه پایلو په اړه معلومات ترلاسه او د دې ناوړه پدیدې مخنیوی وشي.