د عامې روغتیا وزارت د معین له خوا د سید کرم روغتون د پاتې چارو ارزونه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۴۸
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې له مل پلاوي سره په ګډه د سید کرم ولسوالۍ روغتون د نیمه پاتې چارو څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د پکتیا د عامې روغتیا رئیس ډاکټر معراج ګل عادل او د سید کرم ولسوال یې هم ملتیا کوله، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یاد روغتون د بېلا بېلو برخو نیمه پاتې چارو ارزونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دغه روغتون پاتې چارې باید ژر تر ژره بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۶:۶
Background image

لوګر او جوزجان ولایتونو کې واکسیناتورانو ته ۱۶ عرادې نوي موټرسایکلونه ورکړل شول

د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ښه کولو برخه کې د تقویتي فعالیتونو په دوام،  په ځانګړې توګه د واکسین د تطبیق په برخه کې د جوزجان او لوګر ولایتونو د روغتیایي مرکزونو ۱۶ واکسیناتورانو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۲۸
Background image

د فراه د عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیم د یو درې ورځني نظارت په ترڅ کې  له ۴۹ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د جوازونو ارزونه، په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي کسانو شتون معلومول او د درملو کیفیت ارزونه ده، پایله کې یې ۴ درملتونونه، د درملو یو عمده پلورنځی او یو ګدام د غیر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

بلخ ولایت کې د یو شمیر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت تر سره شو

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم په دغه ولایت کې له ۳۳ روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ.

په دې نظارت کې ۱۱ روغتیايي مرکزونه، ۳ لابراتوارونه او ۴ کتنځایونه د. . .

BACK TO NEWS