د بامیان روغتیايي مرکزونو د ارزونې موخه؛ د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني له مل تخنیکي ټیم سره ګډ نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني بامیان ولایت ته د سفر پر مهال د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو ارزونې په موخه له ولایتي روغتون او یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو څخه لیدنې وکړې
په دې لیدنو کې د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سليم حقاني د مل تخنیکي ټیم سره په ګډه د ولایتي روغتون، ایران هېواد له لوري د جوړ شوي روغتون، د ورس ولسوالۍ روغتون، یکاولنګ، روږدو ناروغانو درملنې او یو شمېر نورو روغتیايي مرکزونو خدمتونه و ارزول، ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره شریکې کړې.
د داخلي تفتیش رئیس همداراز، له روغتیايي کارکوونکو څخه وغوښتل، چې د ناروغانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او پر ښه چلند سربېره ورته معیاري خدمات وړاندې کړي.