د زابل د عامي روغتیا ریاست له لوري ۱۷ ټنه له نېټې تېر درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۵۶
moph

یاد درمل او خوراکي توکي د زابل د عامې روغتیا ریاست اړوند د خوړو او درملو ادارې له لوري د درېو میاشتو په بهیر کې را ټول شوي وو، چې د ولایت مقام له لوري د ټاکل شوې څلور کسیزې کمېټې په شتون کې له منځه یوړل شول

د زابل د عامې روغتیا رئیس ډاکټر میرویس افغان وویل، چې د خوړو او درملو امریت د څار کمېټه به په دوامداره توګه د ښار له درملتونونو او پلورنځیو څخه نظارت کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې پر هېوادوالو له نېټې تېر درمل او بې کیفیته خوراکي توکي وپلوري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS