د عامې روغتیا وزارت مرستیال د ننګرهار روغتون کې د زلزلې ټپیانو د درملنې وضعیت و ارزوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۳۷
MOPH

د ااا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي د زلزلې قربانیانو د درملنې وضعیت د ارزونې په موخه ننګرهار سیمه ییز روغتون کې د داخل بستر ټپیانو څخه لیدنه تر سره کړه:

د دې لیدنې موخه د زلزلې قربانیانو ته په سمه توګه رسېدنه او هغوی ته د مناسبو روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو جدي ټینګار وو ، د دې تر څنګ د دې لیدنې پر مهال د یاد روغتون له مسؤلینو سره د شته روغتیایي امکاناتو په اړه خبرې وشوې تر څو ډاډ تر لاسه شي، چې ټول روغتیايي خدمات په ښه ډول ناروغانو ته رسېږي.

ښاغلي مرستیال له روغتیایي مسؤلینو وغوښتل چې د اړتیا وړ درملو لیستونه چمتو کړي، ترڅو ژر تر ژره ټولو روغتیايي مرکزونو ته ولېږدول شي او روغتونونه د درملو له کمښت سره مخ نشي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیایي کارکوونکو د ستړیاوو قدردانی وکړ او ورڅخه یې په پوره اخلاص د کړیو خدماتو مننه وکړه نوموړي همداراز له روغتیایي کارکونکو څخه غوښتنه وکړه چې خدمات باید لا هم معیاري او د ټولو لپاره يه منظم ډول وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS