پکتیا کې د ۱۱۱۶۸۸۷ افغانیو په لګښت د نري رنځ ناروغۍ څانګې لپاره د درملو د نوي جوړ شوي زیرمتون پرانیسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۰:۲۲
MOPH

یاد زیرمتون د UNDP ادارې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د عامې روغتیا وزارت د ټاکل شویو معیارونو سره سم د درملو خوندي ساتنې، ښه مدیریت او پر وخت وېش لپاره په لازمو شرایطو برابر دی.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر معراج‌ ګل عادل د UNDP ادارې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، دغه زیرمتون یې د درملو خوندي ساتنې برخه کې اغېزناک وباله او زیاته یې کړه، چې د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۹:۴۰
Background image

د یو ملي سوداګر له لوري د نیمروز ولایت زرنج ښار حوزوي روغتون سره د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو او وسایلو مرسته وشوه

یاد ملي سوداګر ګل احمد نور زاد د روغتیايي سکتور ملاتړ او اهمیت ته په اشارې وویل، چې دغه ډول مرستې به په فراه او کندهار ولایتونو کې هم دوام ولري.

همدارنګه، د یاد روغتون رئیس ډاکټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS