د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست له لوري د جنګلک روږدو درملنې روغتون په همکارۍ د نعمان سادات پوهنتون زده کړیالانو ته د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۳:۲۱
MOPH

په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې د جنګلک روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون آمر، ډاکټر عبدالقادر دانش مل، روغتیايي کارکوونکو، د نعمان سادات پوهنتون مسؤلینو او زده کړیالانو ګډون کړون کړی و.

جنګلک د روږدو درملنې روغتون آمر، ډاکټر عبدالقادر دانش مل د نعمان سادات پوهنتون د رهبرۍ هیئت څخه په مننې سره د نشه يي توکو د استعمال د مخنیوي پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د نشه يي توکو کارونه یوه ناوړه عمل دی، چې د انسان د ژوند ټول اړخونه اغېزمنوي.

ډاکټر دانش مل همداراز، د نشه يي توکو د مخنیوي پر ارزښت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د نشه یې توکو مخنیوی له درملنې غوره دی او د ټولنې ټول قشرونه باید د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې فعاله برخه واخلي.

دغه راز، د نعمان سادات پوهنتون رئیس، ډاکټر منوچهر موحد د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي پروګرامونو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: ځوانان او نوي نسل د دې خاورې او وطن شتمني ده، چې نشه يي توکي کولای شي دغه شتمني زیانمنه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې برنامې ریاست له لوري په مرکز کابل کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي پروګرامونه دوام لري، چې یاده لړۍ به ولایتونو ته هم وغځیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS