د عامې روغتیا وزیر د سیمې د روغتیايي مشرانو سره پر لیکه غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴۱
moph

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هېواد د عامې روغتیا وزیرانو، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې اغلې حنان بلخي او د ګیټس بنسټ مسؤلینو سره پر لیکه مجلس ترسره کړ:

 په دې مجلس کې د پوليو واکسین کمپاین پر غوره تر سره کولو ، د تېرو کمپاینونو پر ننګونو ، د کارکوونکو ظرفیت لوړونې، د لا زیاتې همغږۍ او د روغتیایي خدماتو پر کیفیت لوړولو  هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د عامې روغتیا برخه کې د ټولو له همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه ، د پولیو او نورو ساري ناروغیو مخنیوي او له منځه وړلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په وینا یې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی.

دغه راز ښاغلي وزیر وویل د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې په ټولو روغتیایي برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړي او په دې برخه کې لا زیاته همغږي او همکاري اړینه ده.

بل لور ته د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هېواد د عامې روغتیا وزیرانو، د روغتیا نړیوال سازمان او ګیټس بنسټ مسؤلینو په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، د روغتیایي کارکوونکو روزنې او د پولیو له منځه وړلو برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو یو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

BACK TO NEWS