د نري رنځ ناروغۍ د اپیډیمولوژیکې ارزونې د موندنو د بیاکتنې غونډه ترسره شوه
د نري رنځ ناروغۍ د اپیډیمولوژیکې ارزونې (د خپریدو حالت، په بېلا بېلو سیمو کې د هغې خپرېدل، د خطر عوامل او د ټولنې په کچه د نري رنځ د لېږد پروسې مطالعه او څېړنې) په موخه د موندنو د بیاکتنې غونډه تر سره شوه
دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ، د دې وزارت د رئیسانو او د UNDP دفتر، آغا خان مؤسسې او یو شمېر نورو ادارو د استازو په شتون کې تر سره شوه.
دا ارزونه د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست د نري رنځ د کنټرول پروګرام له لوري د UNDP دفتر په تخنیکي او مالي همکارۍ سره د نري رنځ په وضعیت د ښه پوهېدو او د هغې د کنټرول او مخنیوي لپاره د پلان جوړولو په موخه وشوه.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال وویل: (د نري رنځ سره مبارزه په هېواد کې یوه اړین امر او دوامداره موضوع ده، چې په دې برخه کې د ا.ا.ا رهبرۍ او د عامې روغتیا وزارت د هغې د کنټرول لپاره اړین اقدامات تر سره کړي دي).
سربېره پردې ښاغلي مرستیال، د دې ارزونې پایلې د نري رنځ سره د دوامداره مبارزې، د پالیسیو او ستراتیژیو جوړولو لپاره د دقیقو ارقامو راټولو، شفافیت، حساب ورکولو او کیفیت لرونکو روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي لپاره مهمې وګڼلې او د دغه ارزونې له ترسره کېدونکو څخه یې مننه وکړه.
بل لور، د غونډې ګډونوالو د دې ارزونې د غوره پایلو په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل؛ ترڅو په اړه یې راتلونکي اجراات تر سره شي.
