د مرکزي زون ولایتونو له نوماندانو څخه د هېواد د درملتونونو د بیا ثبت پروژې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې ازموينه واخیستل شوه
د هېواد د درملتونونو د بیا ثبت پروژې اړوند د ازادې سيالۍ ازموينه، د کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر او میدان وردګو ولایتونو له ۴۴۳ تنو نوماندانو څخه د خوړو او درملو معینیت په تالار کې واخیستل شو.
د خوړو او درملو معینیت د اسنادو د تحلیل او د فعالیتونو د تنظیم رئیس، مولوي محمد موسی فايق د برنامې د پرانیستې په مراسمو کې ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ازموينې د اخيستلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي همدارنګه د دې پروسې د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې د پوښتنو د حل کولو پر مهال جدي پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د درملتونونو د بیا ثبت پروژې لپاره، چې څو ورځې وړاندې د آزادې سیالۍ له لارې اعلان شوې وه، ۶۹۰۰ کسانو نوملیکنه کړې و، چې له وړ کسانو څخه به په څو پړاوونو کې ازموينه اخیستل کېږي، څو د يادې پروژې ۲۴۰ بستونه ډک شي.
