د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس ډاکټر محمد قاسم صاحبي د یوې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو د رئیس په توګه معرفي شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۲۴
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي وویل:(موږ د الله تعالی څخه ډاکټر صاحبي ته په دې دنده کې د لا بریالیتوبونو توفیق غواړو او هیله لرو، چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم مثبت بدلونونه رامنځته شي).

همدارنګه، ډاکټر محمد قاسم صاحبي د ا.ا.ا د رهبرۍ او د عامې روغتیا وزارت له باور څخه په مننې ژمنه وکړه، چې د خلکو او وطن په خدمت کې به له هېڅ ډول هڅې او کوښښ څخه درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۴:۵۵
Background image

د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د برنامه ریزۍ او پلان ګذارۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت او د تدارکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو، مالي او حسابي، اداري ریاستونو او د ۱۵ ودانیزو شرکتونو د. . .

BACK TO NEWS