پکتيکا ولايت کې له يو شمېر خصوصي او دولتي روغتيايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۲۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت محترم مقام د لارښوونې په اساس د خصوصي سکتور د همغږۍ او تنظیم رئیس، الحاج ډاکتر احمد خندان تر مشری لاندې ټاکل شوي هیئت د خصوصي روغتیايي مرکزونو د تشویق، ملاتړ، قانوني طی مراحلو، معیاري خدمتونو د تنظیم او د رسمي جواز ترلاسه کولو په موخه پکتیکا ولایت کې د نظارتي بهیر پیل کړ.

یاد هیئت لومړی د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر عبدالله جان حقمل سره وکتل او دوه ګډ نظارتي ټیمونه یې جوړ کړل، چې دغه ټیمونو د دولتي روغتونونو تر څنګ د پکتیکا ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۱۰۴ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه هم نظارت ترسره کړ.

په دې نظارت کې ۴۳ خصوصي روغتیايي مرکزونه چې جوازونه يې نه درلودل، وتړل شول او له ۵۹ نورو مرکزونو څخه لیکلي ژمنې واخیستل شوې؛ تر څو د راتلونکې یوې میاشتې په موده کې خپل اسناد بشپړ کړي او د عامې روغتیا وزارت د مقرراتو او معیارونو سره سم خپل فعالیتونه رسمي او جواز تر لاسه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه نظارت اساسي موخه د روغتیايي مرکزونو تشویق او ملاتړ، د عامې روغتیا وزارت د مقرراتو او معیارونو مراعتول، د ۱۰۸۴ او ۹۱۶ مقررو سره سم د جوازونو قانوني مراحلو بشپړول او د هېواد اوسېدونکو لپاره د معیاري خدماتو زمينه برابرول دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

ننګرهار او کنړ ولایتونو کې  روغتیايي کارکوونکو ته څلور ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره شو

دا روزنیز تریننګ د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب لوی ریاست د غیر ساري ناروغیو د وقایې او کنټرول ډیپارټمنت له‌ لوري د ننګرهار او کنړ ولایتونو د زلزله‌ ځپلو سیمو د کلینیکونو ۲۵ تنو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۳:۵۵
Background image

پروان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو  واکسیناتورانو ته موټرسايکلونه ووېشل شول

پروان ولایت کې د روغتیایي مرکزونو واکسیناتورانو ته ۲۶ موټرسایکلونه ووېشل شول

دغه موټرسایکلونه د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د عامې روغتیا ریاست او اړوندو ادارو د مسؤلینو په شتون کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د مرکز او ولایتونو مسلکي کارکوونکو لپاره پنځه ورځنی روزنیز سیمنار تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست تر چتر لاندې د ظرفیت لوړولو ریاست د "Basic Emergency Care" تر عنوان لاندې د جوزجان، سرپل، کابل، ارزګان، دايکندي، زابل او بغلان ولایتونو ۲۰. . .

BACK TO NEWS