د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو ادارو ترمنځ د روغتیايي خدماتو، ادغام او پالیسۍ د تطبیق بحث
د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان ، یونیسیف سازمان ، نړیوال بانک ، اسیا پراختیایي بانک، اروپایي اتحادیې، د برطانیې FCDO, او نورو بېلا بېلو نړیوالو اداراتو استازو سره مجلس تر سره کړ:
په دې مجلس کې د نړیوالو اداراتو له لوري د روغتیا په برخه کې د روغتیایي او پراختیایي خدماتو پر څرنګوالي، د روغتیا برخه کې د مرستو او منابعو په غوره مدیریت، د روغتیايي مراکزو پر ادغام او له نوې پالیسۍ سره د سمون، د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ سره سم د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو، د معافیت او واکسین برخې پیاوړتیا، د لمړیتوبونو په اساس د خدماتو تر سره کولو او په چارو کې د دوامداره همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د مجلس په ترڅ کې د روغتیايي خدماتو د لا مؤثریت او مثمریت په موخه شفافیت او د روغتیا وزارت لمړیتوبونو ته پاملرنه اړینه یاده کړه او د عامې روغتیا وزارت د ملي پالیسۍ اړوند یې د روغتیايي خدماتو په وړاندې کولو او د نړیوالو له لوري د شته مرستو په غوره مدیریت ټینګار وکړ، ښاغلي وزیر د تر سره شویو واکسین کمپاینونو ته په اشارې سره وویل، د واکسین تېر کمپاین، چې د شري او پولیو واکسین په ګډه تطبیق شو په غوره شکل تر سره شو او د را روانو کمپاینو لپاره باید لازم تدابیر ونیول شي، ښاغلي وزیر د BPHs او EPHS روغتیايي کڅوړو د بیا کتنې او د یو معیاري سیستم رامنځته کولو په برخه کې د تخنیکي کمیټو اړوند یادونه وکړه ، د مجلس په جریان کې د تخنیکي همکارانو له لوري د مدغم شوي روغتیايي سیستم او د یادو شویو کڅوړو د بیا کتنې اړوند مفصل معلومات شریک شول.
په دې مجلس کې چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر ښاغلي ایډوین سینیزا، هم شتون درلود د مجلس د ګډونوالو په استازولۍ یې د عامې روغتیا وزارت سره د دوامدارې همکارۍ ډاډ څرګند کړ، نوموړي همدارنګه د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې د روغتیایي سیستم د ښه والي لپاره نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي.
بل لور ته د یاد شویو اداراتو استازو د دوامداره او مؤثرې همغږۍ ژمنه وکړه او په وینا یې د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ او اصولو سره سم به د هېواد په داخل کې خپل خدمات تر سره کوي او په پای کې یې خپلې مشورې یې د روغتیایي کڅوړو اړوند شریکې کړې.
