د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۲۱
MOPH

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس استاد محمد یونس غالب، د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس استاد محمد یونس غالب وویل: «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او له هغه شرکت څخه چې بریالی کېږي، هیله لرو کارونه په ټاکلي وخت د عامې روغتیا وزارت له شرطونو سره سم ترسره کړي؛ ځکه چې دا د عامه ګټو پروژه ده او موږ به یې له چارو څخه نظارت هم کوو

بل لور، د ودانیزو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، که په دې پروسه کې بریالي شي، د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم به د روغتون د جوړېدو چارې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونو د جوړولو پلان لري، چې د یادې پروسې تدارکاتي چارې دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نورجلال جلالي د هند هیواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دې هیواد ته په رسمي سفر لاړ

دا سفر چې د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره کیږي څو ورځې به ادامه ولري، د سفر پر مهال به ښاغلی وزیر د هند له بیلا بیلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۵۸
Background image

د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیایي ټیمونو رئیس ډاکټر ظاهر محمد منګل، د مالي او حسابي، تدارکاتو او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۱۵ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۴:۲۰
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د سایګل سیمې فرعي روغتیایي مرکز نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

دغه ودانۍ د لغمان عامې روغتیا ریاست په دوامدارو هڅو او د سایګل سیمې اوسېدونکو په مالي همکارۍ جوړه، چې پنځه مجهزې خونې لري او شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

د لغمان د عامې. . .

BACK TO NEWS