د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نورجلال جلالي د هند هیواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دې هیواد ته په رسمي سفر لاړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۳۷
MOPH

دا سفر چې د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره کیږي څو ورځې به ادامه ولري، د سفر پر مهال به ښاغلی وزیر د هند له بیلا بیلو مسؤولینو او په ځانګړې توګه د روغتیا له مسؤولینو سره جلا کتنې ولري او په ځینې تنظیم شویو پروګرامونو کې به ګډون وکړي ، همدارنګه ښاغلی وزیر به د افغان روغتیایي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې زمینې برابرولو، د معیاري درملو افغانستان ته را واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو مواردو اړوند مجالس ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS