هلمند ولایت کې ۱۲۵ ټنه له نېټې تېر شوي درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول
یاد توکي چې د تېرو ۹ میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست، د ولایت مقام، د چاپېریال ساتنې ادارې او د ښاروالۍ د مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.
