خلکو ته د معیاري او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو په موخه بدخشان ولایت کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو او رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو
د بدخشان ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارت آمریت د خوراکي تأسیساتو څخه د څارنې ټیم د دې ولایت په نوي ښار کې له ۸ سوپرمارکيټونو، ۳ عمده پلورنځیو، يو رسټورانټ، د کېک او کلچو یوې تولیدي فابریکې او د الکوزي شرکت له نماينده ګۍ څخه، چې د دې ولایت د زاړه ښار اړوند غلې منډوي په سیمه کې موقعیت لري، نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پایله کې ۲۲ قلمه بېلا بېل له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي تثبیت او راټول شول، چې د له منځه وړلو په موخه د بدخشان ولایت عامې روغتیا ریاست ته ولېږدول شول.
همدارنګه، د یادو تأسیساتو مسؤلینو ته د شخصي، فردي او چاپېریالي حفظالصحې په اړه لازمې سپارښتنې هم وشوې.
