د کابل ولایت روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي ډیپارټمنټ له لوري د کابل ولایت د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ۲۰ تنو ډاکټرانو لپاره د ظرفیت لوړولو په موخه د لومړنۍ درملنې او تشخیص، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، په غیر ساري ناروغيو د اخته ناروغانو مديريت او روغتيايي مشورو برخو کې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ تر سره شو.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیر ساري ناروغیو په کنټرول کې د ډاکټرانو رول مهم وباله او ویې ویل: (موږ نه شو کولای چې ټول روغتيايي کارکوونکي د غیرساري ناروغیو د کنټرول برخه کې وروزو، له همدې امله له ګډونوالو څخه غوښتنه کوو، چې خپلې زده کړې او ترلاسه شوې تجربې له خپلو نورو همکارانو سره په کلینیکونو او روغتونونو کې شریکې کړي، تر څو وکولای شو لا ډېر کسان په دې برخه کې وروزو او د ناروغیو د مخنیوي کچه لوړه کړو).

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د دولتي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو معیارونو انکشاف په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ، د اړوندو ادارو تخنیکي استازو او روغتیا نړیوال سازمان تخنیکي مسؤلینو په شتون کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۱۰
Background image

د کابل ولایت روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغيو د کنټرول او مخنيوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنيوي ډیپارټمنټ له لوري د کابل ولایت د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ۲۰ تنو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار سیمه ییز روغتون او د ولسوالیو یو شمیر روغتیایې مرکزونو ته د ۵۰ زره امریکایې ډالرو په ارزښت اړین طبي وسایل ورکړل شول

یاد طبي وسایل د یونیسیف ادارې له لوري د ۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پېرل شوي وو، چې روغتونونو او روغتیایي مرکزونو ته د اړتیا په اساس ورکړل شول.

 د یادو وسایلو سپارلو پر مهال د. . .

BACK TO NEWS