د درملو او روغتیایي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي د درملو او طبي تجهیزاتو د وارداتي اتحادیې له مسؤلینو او غړو سره د درملو د بازار وضعیت او د سوداګرو د ستونزو ارزونې په موخه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۴۷
mop

په دې ناسته کې افغان سوداګرو ته له بنګله‌ دېش هېواد څخه د درملو د وارداتو برخه کې د اسانتیاوو برابرولو، په بازار کې د ځینو درملو د کمښت ارزونې، د احتکار او د قیمتونو د لوړوالي مخنیوي، د کاري بهیرونو چټکتیا، د درملو د مخکېني بیل (پري‌فاکتور) د صادرولو اسانتیا او د روغتیایي محصولاتو د ثبت پروسې د پیل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په خپلو وروستیو سفرونو کې له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره اغېزمنې هوکړې کړي دي، چې دا به له پاکستان څخه د بندو شویو وارداتي درملو لپاره یو مناسب بدیل وګرځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

عامې روغتیا وزارت به د سرطان ناروغۍ مخنیوي برخه کې خپلو هڅو ته دوام وکړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۲:۴۹
Background image

د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلی ډاکټر محمد حسن غیاثي د سرطاني ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه کې:

سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې لوی اقتصادي. . .

BACK TO NEWS