د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه «راځئ! د یو ټاکلي هدف لپاره سره راټول شو» تر شعار لاندې ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۱۵
moph

په دې غونډه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکتر محمد حسن غیاثي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د نړیوالو همکارو ادارو او رسنیو استازو ګډون کړی و ، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني وویل، د سرطان د تخصصي خدماتو پراختیا، تشخیص، درملنې او معیاري روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو هڅې دوام لري.

ښاغلي مرستیال زیاته کړه، د سرطان مخنیوي برخه کې عامه پوهاوی بنسټیز رول لري او د سرطان پر وړاندې مبارزه د حکومت او ولس ګډ مسؤلیت دی

همدارنګه، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي وویل، سرطان په یویشتمه پېړۍ کې د عامې روغتیا له جدي ننګونو څخه دی او هر کال په نړۍ کې د دې ناروغۍ میلیونونه نوې پېښې تشخیصېږي.

نوموړي زیاته کړه، سرطان یواځې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې ستر اقتصادي زیان هم اړوي؛ خو د عامې روغتیا وزارت د دوامدارو هڅو له امله په دې برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

ورته مهال، د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د عامه پوهاوي مسؤل ډاکټر محمد داوود میرکي وویل، د ناسمو خوړو استعمال، د نشه یي توکو کارونه او د جګړو ناوړه پایلې د سرطان د رامنځته کېدو له مهمو عواملو څخه دي او هر کال په نړۍ کې میلیونونه کسان پر دې ناروغۍ اخته کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي

د غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، سرطان د درملنې وړ ناروغي وبلله او د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې په اړه یې هر اړخیزې ویناوې ترسره کړې.

سربېره پر دې، د سرطان د کنټرول ملي پروګرام امر ډاکټر محمد شفیق امین هم ټینګار وکړ، چې سرطان د انساني ژوند پر وړاندې لوی ګواښ دی او د مخنیوي لپاره یې د ټولنې د ټولو وګړو ګډو او جدي هڅو ته اړتیا ده.

بل لور، د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر منول دلارا وویل، سرطان یواځې یوه روغتیایي ستونزه نه ده، بلکې د پرمختګ پر وړاندې یو لوی خنډ هم دی.

نوموړي زیاته کړه، روغتیا نړیوال سازمان له عامې روغتیا وزارت سره په همکارۍ د راډیوتراپي ماشینونو د برابرولو لپاره کار کوي؛ څو اغېزمن او معیاري روغتیایي خدمات وړاندې شي او خلکو ته د پر وخت تشخیص او درملنې اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۰
Background image

د نیمروز ولایتي روغتون ته د نږدې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت مهم عصري طبي تجهیزات واخیستل شول

د نیمروز نوي ولایتي روغتون د تعمیر جوړیدنې او پرانیستې وروسته، د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په دوامداره هڅو او د سعودي د یو خیرخواه اوسیدونکي شیخ عبدالله بن ال ثاني په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او درملو سکتور همکاریو د پیاوړتیا ناسته ترسره شوه

په مرکز کابل کې د افغانستان.ا.ا او ازبکستان هېواد ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ناسته د روغتیايي سکتور او امارتي مسؤلینو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو. . .

BACK TO NEWS