د اکمال تخصص برنامې استادانو ته د ظرفيت لوړولو په موخه د MCQS معياري پوښتونو برابرولو برخه کې روزنیز سیمينار ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۹:۴۲
MOPH

دغه یو ورځنی سیمینار د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د اکاډميکو چارو د انسجام ریاست د ازموينو او ظرفیت لوړونې آمریتونو له لوري د ټرینري او انټرنس ازموينو لپاره د MCQS (Multiple Choice Questions) پوښتنو برابرولو په موخه په ۱۶ روغتيايي مرکزونو کې د اکمال تخصص برنامې استادانو ته تر سره شو.

په دې سیمینار کې نړیوال معیاري موضوعات لکه Miller Pyramid او Bloom’s  تشریح او کارول شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې سیمینار په ترڅ کې د MCQS پوښتنو جوړولو اصول په اساسي ډول تشریح شول، چې په کې د کابل ښار تخصصي روغتونونو څخه ۲۳۸ استادانو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۴
Background image

په کندز ولایت کې د انتاني ناروغيو درملنې ۵۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتون‌ پرانيسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ولايت د مقام  مرستیال، د امارتي ادارو يو شمېر رئیسانو، د ملي او نړیوالو بنسټونو استازو، متخصصينو، قومي مشرانو او د رسنیو استازو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۲۸
Background image

د غزني حوزوي روغتون د ودانیزو چارو او روغتیايي خدماتو ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د غزني حوزوي روغتون له خدماتو، نوي تعمیر او د اکسیجن پلانټ له رغنیزو چارو څخه لیدنه تر سره کړه:

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۳۶
Background image

د قزاقستان په مرسته په کابل کې د ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز روغتون طرحه نهایي شوه

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی ریاست اړوند د پلان او برنامه‌ ریزۍ ریاست له لوري په مرکز کابل کې د قزاقستان هېواد له لوري د جوړېدونکي ۱۰۰ بستریز تخصصي او فوق تخصصي روزنیز. . .

BACK TO NEWS