د سمنګان ولایتي روغتون عاجل څانګې ته ۲۶ قلمه اړین درمل وسپارل شول
دا مرسته په سمنګان ولایت کې د کاناډا اسلامي رفاه دفتر له لوري وشوه، چې ارزښت یې له یو نیم میلیون افغانیو څخه زیات دی او د یاد ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته وسپارل شوه.
یاد درمل د سمنګان عامې روغتیا رئیس مولوي لطف الله حبیبي، په شتون کې د ولایتي روغتون امریت ته وسپارل شول؛ ترڅو د اړتیا له مخې د عاجل څانګې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.
د سمنګان عامې روغتیا رئیس د یاد خیریه بنسټ له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او دا اقدام یې د روغتیايي خدمتونو، په ځانګړې توګه د عاجل څانګې د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله او د دغو درملو پر شفاف او اغېزمن مصرف یې ټینګار وکړ.
