د هلمند عامې روغتیا ریاست په ۱۴۰۴ کال کې له زرګونو روغتیايي مرکزونو او پلورنځیو څخه نظارتونه ترسره کړي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۴۰
MOPH

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلينو د درملو او خوراکي توکو د‌ کيفيت کنټرول او روغتيايي قوانينو د پلي کولو په موخه د ۱۴۰۴ هـ ش کال په ترڅ کې د ياد ولايت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰۷۷ نظارتونه تر سره کړي دي.

په دې نظارتونو کې له ۲۹۵۶ درملتونونو، ۴۳۰ د‌ درملو عمده پلورنځيو، ۱۸۰ خصوصي روغتيايي کتنځايونو، ۱۲۰ کلينيکونو، ۲۲۰ د سینګار توکو پلورنځيو، ۵۹۱ خوراکي توکو پلورنځيو او ۲۲۶ خوراکي توکو توليدي شرکتونو څخه نظارت ترسره شوی دی.

د يادو نظارتونو پايله کې ۲۰۹ درملتونونه له روغتيايي قوانينو څخه د سرغړونې له امله په مؤقت ډول تړل شوي او ۲۶۴۰ قلمه له نېټې تېر درمل راټول شوي دي.

همداراز، له خصوصي کتنځایونو، کلینکونو او سینګار توکو پلورنځیو څخه ۲۸۰ قلمه له نېټې تېر مواد او د خوراکي توکو پلورنځيو او تولیدي شرکتونو څخه هم ۱۷۶۰ قلمه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول شوي دي.

سربېره پر دې، د يادو نظارتونو په ترڅ کې ۸۶ روغتیايي کارتونه او ۸۷ د مسلکي فعالیت کارتونه هم وېشل شوي او ۴ بابه د درملو عمده پلورنځیو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۳:۴۰
Background image

د هلمند عامې روغتیا ریاست په ۱۴۰۴ کال کې له زرګونو روغتیايي مرکزونو او پلورنځیو څخه نظارتونه ترسره کړي

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلينو د درملو او خوراکي توکو د‌ کيفيت کنټرول او روغتيايي قوانينو د پلي کولو په موخه د ۱۴۰۴ هـ ش کال په ترڅ کې د ياد ولايت په مرکز او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۳۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۴۵
Background image

د سمنګان عامې روغتیا ریاست له خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ

د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیمونو په تېره اوونۍ کې د دې ولایت په مرکز کې له یو شمېر خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره کړ

د دغه نظارت پایله کې (۵۴) قل. . .

BACK TO NEWS