د ولایتي روغتیايي همغږۍ د پیاوړتیا په موخه د عامې روغتیا وزارت انلاین غونډه
د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل الهي عليزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا له مسوولینو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې موخه د مرکزي ریاست او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د شته ستونزو ارزونه او په ولایتي کچه د روغتیایي پروګرامونو د ښه پلي کېدو او پر وخت اجرااتو لپاره د لازمو تدابیرو نیول وو.
په یاده غونډه کې پر وخت او اغېزمنو اجرااتو لپار د فوکل پاینټ په توګه د یو تن ټاکل، له مرکز سره د عامې روغتیا ریاستونو د PHC غونډو د پرېکړو شریکولو، د اداري سلسلې مراعتولو، د لېږل شویو مکتوبونو پر وخت ځوابولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.
دغه راز، د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسوولینو د ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې دا کار به د روغتیایي خدماتو په ښه والي او د ستونزو په چټک حل کې مهم رول ولوبوي.
