د بلخ سیمه ییز روغتون څخه د ازبکستان عامې روغتیا وزیر لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۰
moph

د ازبکستان د عامې روغتیا وزیر ښاغلي اصیل‌بیک خدایاروف، چې د بلخ د عامې روغتیا رئیس رحمت‌ الله منصور یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت د سیمه ییز روغتون له عاجل، ICU او هډوکو څانګو څخه لیدنې وکړې او د ناروغانو احوال یې واخیست.

دغه راز، د بلخ عامې روغتیا رئیس روغتیایي کارکوونکو ته د چارو لازم ترسراوي او ناروغانو سره د لا غوره چلند په اړه اړینې سپارښتنې وکړې؛ ترڅو خلکو ته پر وخت باکیفیته خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۵۲
Background image

هرات او بغلان ولایتونو کې د خوراکي توکو او درملو له یو شمېر شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د درملیزو تأسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو له لوري د درملو او خوراکي توکو له واردوونکو شرکتونو څخه د پالیسۍ تطبیق، روغتیایي خدمتونو وړاندې کېدو او درملو او خوراکي توکو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د پروان ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون سیمه ییز ټیم د سید خېلو ولسوالۍ اړوند چینکي عالي لېسې زده‌ کوونکو لپاره د پوهاوي پروګرام ترسره کړ

په دې پروګرام کې د نشه‌ يي توکو د زیانونو او هغو ناوړه اغېزو په اړه، چې د ځوانانو پر روان یې لري، هر اړخیز معلومات وړاندې شول او د شخصي حفظ‌الصحې او انتانونو مخنیوي په اړه هم ورته لازمې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د عامې روغتيا وزارت له لوري په مرکزي راډيولوژي مرکز کې د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول د الټراساونډ يو کلن تخصصي پروګرام پيل شو

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي قاري عبدالولي صديقي، د مقام د. . .

BACK TO NEWS