إنا لله و إنا إلیه راجعون
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ مسلکي لارښود او ژمن خدمتګار د فارمسي ډیپارتمنت مدیر، ارواښاد استاد داود معصومي، چې د اوږدې مودې لپاره یې په دې برخه کې په اخلاص، صداقت او مسلکي ژمنتیا خدمت کړی و، له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.
جنازه به یې نن مازدیګر په پنځه بجې د قلعه فاتح الله حسنیه مسجد کې د مازدیګر په پنځه بجې اداء کېږي او وروسته به یې په خپل پلارنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
ټولو دوستانو او همکارانو ته خبر ورکول کېږي، چې د جنازې په مراسمو کې یې ګډون وکړي.
الله تعالی دې مرحوم ته جنت الفردوس، لوړې درجې او کورنۍ او خپلوانو ته یې صبر جمیل نصیب کړي.
إنا لله و إنا إلیه راجعون
