الحاج عبدالناصر محمدي د عامې روغتیا وزارت د محیطي روغتیا ریاست د رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۵۱
MOPH

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، ښاغلي مولوي محمد حسن محمدزي وویل، تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د اسلامي نظام مهم اصل دی او د ریاست الوزراء د محترم مقام د حکم له مخې د کاري چارو د ښه والي په موخه الحاج عبدالناصر محمدي د عامې روغتیا وزارت د محیطي روغتیا ریاست د رئیس په توګه دغه ریاست ته ور وپېژندل شول.

د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر رئیس، نوي رئیس ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د یاد ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې د تېر په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ تر څو په دې برخه کې شته ستونزې حل او پر وخت ورته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۳:۸
Background image

د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۱۷
Background image

د دایکندي ولایت په زهرا بیات ولایتي روغتون کې د ۳۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم پرانیستل شو

د دې سیستم پرانیست مراسمو کې د دایکندي د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر غني صمیم وویلدا پروژه چې ۳۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، د UNDP ادارې له لوري د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلي شوې ده، چې . . .

BACK TO NEWS