تېر یو کال کې د پکتیکا ولایتي روغتون کې شاوخوا (۶۳۲۱) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۳:۳۷
moph

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۳۲۳۵) ستر او (۳۰۸۶) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په بریالۍ توګه او وړیا ډول ترسره شوي دي.

همدارنګه، په دغه روغتون کې (۲۹۰۴۷۴) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD) او (۱۶۱۴۴) ناروغانو ته داخل بستر (IPD) خدمات وړاندې شوي دي.