دافغانستان دعامې روغتیاوزیرښاغلي ډاکټرقلندرعباددعمان هيواددروغتیاوزیرډاکټرهلال السبتي سره ولیدل

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۹:۲۸
دافغانستان دعامې روغتیاوزیرښاغلي ډاکټر قلندرعباددعمان هيواددروغتیاوزیرډاکټرهلال السبتي سره ولیدل

دافغانستان دعامې روغتیاوزیرښاغلي ډاکټر قلندرعباددعمان هيواددروغتیاوزیرډاکټرهلال السبتي سره ولیدل:

 په دې لیدنه کې ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د عمان د روغتیا وزیر دا ابتکار چې د ټولو هیوادونو د روغتیا او زراعت وزیران یې د Anti-microbial resistance  د تاثیراتو، لاملونو او حل لارو او واضح پالیسیو په اړه بحث ته را بللي وو ستاینه او مننه وکړه.

همداراز یې د عمان د روغتیا وزیر څخه  وغوښتل تر څو د افغان روغتیایی پرسونل په ارتقاء ظرفيت او د افغانستان د روغتيايي سکتور سره مرسته وکړي.

د عمان د روغتیا وزیر ښاغلي ډاکټر عباد او ورسره مل هیئت ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې افغانستان زموږ ورور هیواد دی او په هر لحاظ زیات مشترکات ورسره لرو چې د روغتیایي پرسونل په ظرفیت لوړونه او د روغتیا په نورو برخو کې به همکار اوسو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په هلمند کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند ولایت بغني او باغران ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درې روغتیایي مرکزونو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې ودانۍ د IOM مؤسسې په مالي ملاتړ جوړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په حصه اول او پریان ولسوالیو کې د رواني ناروغیو درملنې پنځو مرکزونو فعالیت پیل کړ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت‌الله محمدي وویل: ياد مرکزونه خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ښه کولو په موخه جوړ شوي دي، چې له ډلې یې دوه مرکزونه په حصه اول ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال. . .

BACK TO NEWS