دعامې روغتیا وزات د څارنې او پلټنې رئیس د لوګر ولایت عامې روغتیا له رئیس سره وکتل

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۲:۱۳
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر په لړ کې چې موخه یې په دې ولایت کې د ( BPHS،EPHS او Vertical ) پروژو په کچه روغتیايي خدماتو  څخه نظارت، په روغتیايي مرکزونو کې د ستونزو  په ګوته کول او ورته د حل لارې پیدا کول دي د عامې روغتیا له رئیس، حافظ سعید الرحمن قادري سره وکتل.

د لوګر عامې روغتیا رئیس یاد سفر یو نېک ګام وباله او ویې ویل، د ژمي په  رارسېدو سره  موسمي ناروغۍ زیاتیږي او له همدې کبله روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو مراجعه زیاتیږي، نو په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه کوو، چې یاد ولایت ته د ژمنیو اړینو توکو او درملو په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

بل لور د څارنې او پلټنې رئیس د نوموړي غوښتنې واورېدې او دې برخې ته يې د لا زیاتې پاملرنې ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS