د ا.ا.ا  د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ مل پلاوي په مرکز کابل کې د استقلال روغتون د خدمتونو ارزونه پیل کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۱:۴۱
MOPH

په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د مل پلاوي په شتون کې د استقلال روغتون له مسئولینو او روغتیايي کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

په یاده ناسته کې ښاغلي مرستیال وویل: له دې ارزونې یې موخه د روغتیايي خدمتونو ښه والی او لا معیاري کول دي، تر څو په مرسته یې خنډونه او شته ستونزې په نښه او ورته د حل لارې چارې پیدا شي.

ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني دغه راز په یاده ناسته کې ټاکل شوي پلاوي ته سپارښتنه وکړه، چې دا  ارزونه په دقیق ډول ترسره کړي، څو یې نېمګړتیاوې معلومې او په اړه یې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو (ګوزڼ) واکسین د لومړي ملي کمپاین پرانیسته کې ګډون وکړ

دغه کمپاین د نړیوالو ادارو په ملاتړ د روان مېلادي کال د اپرېل له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د دریو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا (۱۲،۶) میلیونه له. . .

BACK TO NEWS