د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مشر، ښاغلي ډاکټر ټيډرس ادهانوم سره په هند هیواد کې ليدنه تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵۸
MOPH

په دې ليدنه کې افغانستان کې د پوليو ويروسي ناروغۍ د تشخيص په موخه د معياري لابراتوار د خدماتو پر څرنګوالي ، د افغانستان روغتيايي سيستم د پياوړتيا په موخه د‌ نړيوالو د ملاتړ، د افغانستان د روغتیایي سیستم سره د همکارۍ او پراختیا لپاره د بدیلو سرچینو په موندنې، په نړيوالو روغتيايي کنفرانسونو او غونډو کې د افغان روغتيايي مسؤلينو د ګډون او د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د جوړېدونکو عمومي روغتونونو په تجهيز بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روغتيا نړيوال سازمان همکاري اړينه وبلله او ويې ويل:(موږ د روغتيا نړيوال سازمان سره په ګډه ژمن يو، چې په ټول هېواد کې د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو، د پوليو د تشخيص لپاره د معياري لابراتوار جوړولو، د هېواد روغتيايي سيستم د پياوړتيا او په ۳۱۸ ولسواليو کې د نوي جوړېدونکو عمومي روغتونونو د تجهيز په برخو کې بشپړ ملاتړ او همکاري ترلاسه کړو).

بل لور د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مشر په پورته برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند او ويې ويل، زه د نړۍ د روغتیايي سیسټمونو د پیاوړتیا په اهمیت ټینګار کوم او ډاډ ورکوم، چې روغتيا نړيوال سازمان به له ټولو غړو هېوادونو سره د روغتیايي خدمتونو د برابرۍ، د ناروغیو د مخنیوي او د ټولنې د روغتیا لا ښه کولو لپاره خپل ملاتړ او همکاري جاري وساتي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د مرکز کابل د روغتونونو تشخیصیه څانګو له امرینو سره د ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

دا ناسته د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست د تشخیصیه خدمتونو ریاست له لوري د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تشخیصیه خدماتو رئیس ډاکټر محمد قاسم صاحبي او د کابل د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۴۱
Background image

غور ولایت کې د روغتيايي مرکزونو او فارمسي برخې مسؤلينو ته د (RUD) تر عنوان لاندې پنځه‌ورځنی ښوونیز ورکشاپ ترسره شو

دغه پنځه‌ورځنی ښوونیز ورکشاپ د درملو معقول استعمال (RUD) تر عنوان لاندې د غور ولایت عامې روغتیا ریاست په ابتکار او مدیریت او د BARAN مؤسسې په همکارۍ، په بریالیتوب سره ترسره شو، چې په کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د تېرې یوې میاشتې فعالیتونه

د فاریاب ولایت د عامې روغتیا ریاست د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولید او وارداتي تاسیساتو څخه د څارنې او پلټنې عمومي مدیریت د تېرې یوې میاشتې په موده کې د میمنې ښار په مرکز کې د خصوصي. . .

BACK TO NEWS