د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ یوویشتمه ناسته تر سره شوه
دا ناسته چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، په کې د مؤسسو له لوري د مرستو تر ختمېدو وروسته د بدیلو لارو موندلو، د روغتونونو د لوګوګانو اصلاح او د روغتیا وزارت د لوګو نصبولو، د ټولو ولایتونو د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو د خدماتو لپاره د ځانګړي فایل ترتیب او جوړولو، له ناروغانو او مراجعینو سره د لازم چلند او طبي اخلاقو مراعتولو او په دولتي روغتونونو کې د درملو او نورو مصرفي توکو د کمښت ستونزې د حل په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، د پورته ذکر شویو موضوعاتو په عملي اجراآتو ټينګار وکړ او لارښوونه يې وکړه، چې ټولې چارې دې په بشپړ شفافيت تر سره او پر ټاکلي وخت او سمه توګه دې ورته رسېدنه وشي.
همدارنګه، ښاغلي وزیر د مؤسسو د مرستو تر ختمېدو وروسته د بدیلو لارو د موندلو او ارزونې په موخه د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال په مشرۍ یوه ځانګړې کمېټه وټاکله، څو یادې برخې ته هراړخیزه او لازمه پاملرنه وشي.
دغه راز، په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د چارو د ښه والي په موخه خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او ژمنه يې وکړه، چې د شويو پرېکړو برخه کې به لازم اقدامات تر سره کوي.
