د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا سره د یو شمېر مهمو موضوعاتو اړوند لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د روغتیایي مراکزو د درملو برخې په منظم تمویل، د روغتیایي پروژو او خدماتو په برخه کې د همغږۍ زیاتولو، په هېواد کې د انتاني روغتونو تمویل، د افغان جاپان او انتاني روغتونو د راډیولوژي مراکزو د خدماتو پر پیل، د ګرځنده خدماتو پر ځای ثابتو روغتیایي خدماتو ته لمړیتوب ورکولو، د میکروب ضد درملو (انټي بیاټیک) پر وړاندې د مقاومت اړوند سروی او عامه پوهاوي تر سره کولو، د هیپاټایټس ناروغانو د درملو او خدماتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر د نورو موضوعاتو تر څنګ وویل؛ اړینه ده چې د تور زیړي ناروغانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وشي، دغه راز نوموړي د میکروب ضد درملو پر مقاومت د سروې کولو په اړتیا خبرې وکړې، همدارنګه ښاغلي وزیر په هېواد کې د انتاني روغتونو پر تمویل او ارزښت خبرې وکړې او دا یې د انتاني ناروغانو لپاره اړین وګڼل.
بل لور د روغتیا نړیوال سازمان استازي د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو اړوند د معلوماتو ورکولو سربېره په یادو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ او په وینا یې هڅه کوي، چې اړونده برخو کې د عامې روغتیا وزارت سره په همغږئ کړنې تر سره کړي.