د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خصوصي روغتیایي علومو انسټیټیوټونو د همغږۍ ریاست له مسؤولینو سره مجلس تر سره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۵۲
moph

په دې مجلس کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت او د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم هم شتون درلود د نیمه طبي زده کړو پر کیفیت ، ښوونیز بهیر ښه والي ، د خصوصي سکتور پر معیاري کولو ، د ازموینو پر شفافیت او نورو اړینو موضوعاتو خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ښو روغتیایي خدماتو لپاره د نیمه طبي زده کړو معیار جوړول اړین وګڼل او مسؤولینو ته یې سپارښتنې وکړې چې په دې برخه کې لا شفافیت او معیار ته کار وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د بلخ ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

د ياد روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسؤلينو خبر ورکړ، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات، چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۹
Background image

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د درملو صنعتي پارک لپاره د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر پیل شو

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ د خروټو کلي کې د درملو د صنعتي پارک د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر د کابل ولایت د اراضۍ ریاست او کادستر ټیم انجینرانو له لوري د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د اراضۍ. . .

BACK TO NEWS