د اکمال تخصص عمومي ریاست عملیاتي رئیس او ورسره مل پلاوي د خوست ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۳:۱
MOPH

د ولایتي تخصصي روغتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو په لړ کې چې موخه یې په تخصصي برنامو کې ستونزو ته رسېدنه، په روغتونونو کې د یادې برنامې د ځانګړي کریکولم پلي کول او د تخصصي برنامو بډایه کول دي، دا ځل د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست عملیاتي رئیس او ورسره مل پلاوي د خوست ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

یاد پلاوي دغه روغتون کې د عمومي جراحي، نسائی ولادي، ماشومانو داخلې، لابراتوار او یو شمېر نورو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه.

د یادې لیدنې موخه د اکمال تخصص برنامې معیاري کول او په دې برنامه کې شته ستونزو ته رسېدنه ده؛ ترڅو د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو او ټولنې ته د روزل شویو متخصصینو په وړاندې کولو سره هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS